IQNA

د فلسطین ملاتړو په ۲۰۲۴یوروفاینل کې د اسپانیان د فټبال د ملی ټیم د اتلوالۍ هرکلی وکړ

14:17 - July 16, 2024
د خبر لمبر: 3489539
ایکنا – د اسپانیا په اجتماعي چینلونو کې د فلسطین ملاتړو فعالانو بلکې د اسپانیا په زیاتره ښارونو خلکو واټونو ته په راوتو سره  په ۲۰۲۴ یورو سیالیو کې  د اسپانیا د فټبال ملی ټیم تود هرکلی وکړ او د فلسطین دبیرغ په رپولو سره ئې د جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم د ظلمونو په خلاف خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه. په همداوروستیو کې د اسپانیان چارواکو په غزې کې د  اسرائيلو دجنایتونو په محکومولو سره د فلسطین هیواد په رسميت پيژندلی دی.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ چینل له قوله را پورراکوي، د انګلستان د فټبال ملی ټيم په وړاندې د یورو۲۰۲۴ سیالیو په فاینل لوبې کې د اسپانیان د فټبال ملی ټیم بریالیتوب د فلسطینیو فعالانو او په ټولنیزو چینلونو کې د فلسطین د آرمان دملاتړو خوشالي په ځان پسې درلوده او ددغه جام د ګټلو ئې د فلسطین دبیرغ په پورته کولو سره تود هرکلی کړی دی.

ځینو ټولنیزو فعالانو پخپلو کمنټونو کې لیکلي دي،د فاینل لوبې د کتو په وخت مونږ په ختیځ بیت المقدس کې لوبه وینو،هغه ځاي چې ټول فلسطینیان د اسپانیا ملاتړ کوي او د فلسطینیانو د حقوقو په ملاتړ کې د آسبانیائي چارواکو ددریځونو په قدرونې سره ټولو اسپانیا والو ته د دوي دملی ټيم په اتلوالۍ مبارکي وایوو.

ځينو نورو ټولنیزو فعالانو هم  لیکلي دي، اسپانیا فلسطین په رسمیّت پيژندلی، دبشریّت په ضد ئې د اسرائيلي رژيم جنایتونه محکوم کړي او اوس  د تاریخ په سم لوري کې په دریدا  سره د یورو جام  اتلوالي ئې هم ترلاسه کړه .

داپه داسې حال کې دي چې په ماډریډ  او نورو لویو اسپانیائي ښارونو کې هم خلکو د فلسطین دبیرغونو په رپولو سره  داتلوالس جشنونه لمانځلي دي.ډیرو خلکو د انګلستان حکومتي چارواکو ته چې د غزې تړانګې د مظلوم ولس په ضد اسرائيلو دجنایتونو بشپړ ملاتړ کوي، په دعوت ورکولو سره وئيلي دي له اسپانیا درس زده کړئ  او که دا کار مو کړئ وائ ممکنه ده د یورو فټبال اتلوالي به موګټلې وه ،خو د جنایتکارو ملاتړ مووکړ او سپیره ماته مو هم ولیده او د یورو اتلوالي مو هم له لاسه ووتله.

داپه داسې حال کې دي چې  په همداوروستیو کې د اسپانیا خارجه وزیرخوزه مانوئل البارز د آیرلینډ اوناروې له خارجه وزیرانو سره یوځاي په بروکسل کې په یوه کنفرانس کې په ډاګه وئيلي دي، د فلسطین د هیواد په رسمیّت پيژندل د دغې سیمې د خلکو لپاره د عدالت دتحقق په خاطر ترسره شوي دي. همدرااز د اسپآنیا لومړي وزیر پدرو سانچز هم په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، داسپانیا په وسیله د فلسطین د هیواد په رسمیّت پيژندل یوه تاریخي فیصله ده چې یوازینی هدف ئې سولې ته له رسیدا سره مرسته ده . دغه په رسمیّت پيژندل نه یوازې د فلسطین د خلکو  له روا آرمانونو په ملاتړ کې دی  بلکې یو نه انکاریدونکی ضرورت دی.

https://iqna.ir/fa/news/4226853

captcha